دوحه کې د مرکچي پلاوو ترمنځ په اساسي موضوعاتو خبرې پېل شوي

روهي (یوه نۍ/۲۱ د مرغومي)، د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا وایي، چې د مرکچي پلاوو ترمنځ په اساسي موضوعاتو لومړی ناسته په ښه فضا کې پای ته ورسیده.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي، چې دواړو لوریو د تېرې ورځې په ماښام د چهارشنبې ورځې د پرېکړې په اساس ټاکل شویو ټیمونو ناسته ترسره کړه چې په ښه فضا کې ترسره شوه. 

نوموړی وایي، چې په یاده ناسته کې د دواړو لوریو لخوا د اجنډا په ترتیب خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې ناستې به دوام پیدا کوي.

په دوحه کې د خبرو دویم پړاو له شروع کیدو سره سم ویل کیږي چې دا ځل به د افغان سولې په برخه کې په مهمو موضوعاتو خبرې وشي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم د دواړو لورو ترمنځ د تېرې ورځې غونډې په اړه ویلې چې په ښه فضا کې ترسره شوه او دواړو لوریو پریکړه کړې چې بحثونه به دوام کوي.