د اندونیزیا ورکه شوې الوتکه سمندر کې لویدلې ده

روهي (یوه نۍ/۲۱ د مرغومي)، د اندونیزیا چارواکي وایي، هغه الوتکه چې تېره ورځ له پراوز وروسته نادرکه شوه سمندر ته لوېدلې ده.
 
پرون د اندونیزیا یوه الوتکه چې له پلازمینې جاکارتا والوته څو دقیقې وروسته یې له هوايي ډګر سره اړیکه پرې شوه او د ورځې په پای کې امنیتي ځواکونو د الوتکې د لوېدو ځای پیدا او خبرداری یې ورکړ چې یاده الوتکه له جاکارتا سره نږدې یوه سمندر کې لوېدلې ده. 

د اندونیزیا چارواکو خبر ورکړی چې د ژغورنې ډله په عملیاتو بوخته ده او هڅه کوي ژر تر ژره د قربانیانو جسدونه له اوبو له وباسي.

د راپورونو له مخې په نسکوره شوې الوتکه کې ۶۲ کسان سپاره وو، چې ویل کیږي له ډلې یې اووه ماشومان وو.