امریکا کې د کرونا وېروس د مړو شمېر ۳۶۴ زرو واوښت

 
روهي (نۍ/۲۰ د مرغومي)، د امریکا په متحدو ایالتونو کې تازه د کرونا وېروس د ګڼ شمېر  نورو کسانو له اخته کیدو سره په دې هېواد کې حالت له کنټرول ایستی.
 
د کرونا ویروس د یوې څارونکي ادارې په وینا، چې پرون جمعه په امریکا کې د ریکارډ تر کچې د کرونا ویروس زیاتې پېښې ثبت شوي چې درې لکه او لس زره وې.
 
په دغه هېواد کې په دې موده کې په کرونا ویروس د ۳۷۷۷ کسانو مړینه ثبت شوې چې ورسره په امریکا کې په دې ویروس د مړینو ټول شمېر درې لکه اویا زرو ته ورسېد.
 
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۸۷ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کرونا ناروغۍ مړه کړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۸۷ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کرونا ناروغۍ مړه کړي دي.