ډونالډ ټرمپ وایي چې د ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسمو کې ګډون نه کوي

روهي (نۍ/۲۰ د مرغومي)، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ وایي، چې د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې په مراسمو کې به ګډون ونه کړي.

ټرمپ په همدې اړه په خپله ټوېټرپانه لیکلي چې '' هغو ټولو ته چې زه یې پوښتلی یم وایم، چې زه به د جنورۍ پر ۲۰ مه د جوبایډن د لوړې  مراسمو کې د ګډون لپاره نه ورځم. ''

په امریکا کې د یو بل ولسمشر له بریا وروسته د هغه د لوړې په مراسمو کې د نه ګډون له امله دا له ۱۸۶۹م کال د ولسمشر یولیسز ګرانټ وروسته  امریکا په تاریخ کې څلورم داسې ولسمشر وي، چې د ټاکل شوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې به ګډون نه کوي.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راځي چې دیموکرات ګوند له دندې د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنه کړې.