د طالبانو غوښتنه د واک بدلون او د حکومت غوښتنه اوربند دی دا سرې کرښې دي نن پرې بحث کیږي

روهي ( نۍ / ۲۰ د مرغومي)، طالبان وایي، د افغانستان د راتلونکي نظام او د واک لېږد په اړه باید په دوحه کې د خبرو په لړ کې پرېکړې وشي.
 

 د طالب پلاوي یو شمېر غړو  ویلي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام بڼه، د دوی د بندیانو خوشي کېدل او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب چارواکو د نومونو ایستل یې د اجنډا لومړیتوبونه دي. دوی دا څرګندونې، د ولسمشر غني د هغې خبرې په ځواب کې کړې، چې ویل یې دي یوازې د ټاکنو له لارې د واک لېږد ته چمتو دی.
 
افغان ولسمشر غني له سي ان ان تلویزیون سره تازه مرکه کې بیا ویلي، "یواځینی موخه مې دا ده چې د خلکو د ارادې په اساس واک ټاکل شوي ځایناستی (راتلونکي ولسمشر) ته وسپارم".
 
هغه وايي، افغانستان اوس هغه ټولنه نه ده چې طالبان یې په اړه فکر کوي.
 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي نن شنبه به د اجنډا په سر اساسي بحث ترسره شي چې د افغان حکومت لومړیتوب هیواد کې سرتاسري اوربند دی.
 
د حزب اسلام مشر ګلبدین حکمتیار تازه څرګندونو کې ویلي سولې ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار د اوسني حکومت بدلون بولي او وايي، تر هغه چې د اوسني حکومت په رهبرۍ کې بدلون رانشي طالبان سولې ته زړه نه ښه کوي.
 
 حکمتیار ویلي، طالبانو د امریکا او پاکستان هغه غوښتنه رد کړې چې ګنې اشرف غني دې د یوه کال لپاره په واک کې پاتې شي.