حکمتیار: تر هغه چې حکومت بدل نه شي د سولې روانه پروسه ناکامه ده

روهي (نۍ/۲۰ د مرغومي)، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تازه په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا د لنډمهالي حکومت جوړیدل د سولې راتلو یوازینی لار بللي.

حکمتیار وایي، چې د سولې خبرو د بریا لپاره باید اوسنی حکومت او رهبري بدلون ومومي کنه طالبان په بل هېڅ صورت سولې ته اماده نه دي.

د نوموړي په خبره طالبانو په واک کې یو کال نور هم د اشرف غني د پاتې کیدو په اړه د امریکا او پاکستان غوښتنه رد کړې او په خبره یې په جمهوریت د ولسمشر ټینګار یوازې په واک د ځان ساتلو لپاره دی.

حکمتیار همدا راز زیاتوي چې د حکومت د مرکچي پلاوي ځیني غړي او د حکومت د ننه هم ځیني کړۍ اوس په دې باور دي چې د سولې د خبرو د بریا لپاره یوازینۍ لاره د اوسني حکومت بدلون دی.