طالبان: د نظام ډول د بندیانو خوشې کیدل او له تور لیست د مشرانو ایسته کول یې د خبرو لومړیتوبه دي

روهي (نۍ/۲۰ د مرغومي)، ټاکل شوې نن نۍ په دوحه کې د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاویو ترمنځد خبرو دویم پړاو پېل شي.

د طالب پلاوي یو شمېر غړي وايي، چې د خبرو په دې پړاو کې به د واک په لیږد او د راتلونکي نظام په بڼه به خبرې وشي.

د دوی په خبره، چې په افغانستان کې د راتلونکي نظام ډول، د بندیانو خوشي کېدل او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب چارواکو د نومونو ایستل یې د اجنډا لومړیتوبونه دي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې نن په دوحه کې د افغان سولې خبرو پر اجنډا بحثونه پیل شي له دې وړاندې د افغان ولسمشر په ګډون ګڼو افغان چارواکو ویلې و چې په هېڅ صورت د نظام پر بدلون له طالبانو سره خبرې نه کوي