ټوېټر د تل لپاره د ټرمپ حساب بند کړ؛ ټرمپ پر ټوېټر ۸۸ مېلېونه فالورز يا څارونکي درلودل 

روهي (نۍ/۲۰ د مرغومي)، ټوېټر ټولنيزې رسنۍ د امريکا د متحدو ايالتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حساب يا اکونټ د تل لپاره له منځه يوړ. ټرمپ پر ټوېټر له اتيا نېلېونه ډېر فالورز لرل. 

د ټوېټر ادارې ويلي دي چې دغه کار يې په امريکا کې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره کړی دی. ولسمشر  ټرمپ پر ټوېټر ډېر فعال او خپلې يې ډېرۍ پرېکړې يې پر خپرولې. 

د ټوېټر د خونديتوب کميټې لېکلي دي چې د دوی لېدنو اړوند د ولسمشر ټرمپ  په realDonaldTrump پر حساب  د تاوتريخوالي د هڅونې لېکنې کېدلي او دوی دغه اکونټ د تل لپاره بلاک کړ. 

د رسنيو د مالوماتو اړوند د ولسمشر ټرمپ د ټوېټر حساب د ټوېټر رسنۍ لپاره تر دوه مېلېارده امريکايي ډالر ګټه راوړله. ټوېټر له وړاندې ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړی وو، چې د ټاکنو په اړه  دې بې سنده ټوېټونه دې نه کوي.