د کانګرس پر ودانۍ د برید په تور ۵۲ تنه نیول شوي دي

روهي (جمعه/۱۹ د مرغومي)، امریکایي چارواکي وایي چې پر کانګرس ودانۍ د برید په تړاو یې جنایي څیړنې پېل کړي دي.

د چارواکو په وینا چې تر اوسه یې پر کانګرس ودانۍ د برید په تور ۵۲ کسان نیولي او سلګونه محققان یې په دغې پېښې کې د ښکېلو کسانو د نیولو لپاره ګمارلي دي.

تازه په همدې موخه د واشنګټن ډي سي ښاروالې مایکل شرون ویلې، چې تر اوسه ۱۵ تنه د واشنګټن ډي سي د فدرال په محکمه کې او ۴۰ تنه د دولتي شتمنۍ د غلا او وسلو ناقانونه ګرځولو په تور د واشنګټن ډي سي په عالي محکمه کې په رسمي توګه د یادو بریدنو په تړاو تورن شوي دي.

د راپورونو پر اساس ویل کیږي، چې د کانګرس پر ودانۍ د لاریون کوونکو د پروني برید پر مهال د یو پولیس په ګډون ۵ تنه مړه شوي دي او ۱۴ پولیس ژوبل شوي دي.