عمران خان: تر هغه نه درځم چې مړي مو ښخ نه کړی

روهي (جمعه/۱۹ د مرغومي)، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هزاره احتجاج کوونکي دې لومړی خپل مړي ښخ کړي او وروسته به دی ورشي.
 
د نوموړي په وینا، چې په کوټه کې د مچ د پېښې پر ضد د هزاره پرلت کوونکو ټولې غوښتنې يې منلي،  خو دوی دې لومړی خپل مړي ښخ کړي او له هغې وروسته به ورشي خو احتجاج کوونکي وایي، تر هغه چې لومړی وزیر ورغلی نه وي خپل مړي خاورو ته نه سپاري.
 
له هغه وروسته چې د تېرې شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت د بولان په مچ سیمه کې د نامالومه وسله والو لخوا لومړی هزاره کاریګر وتښتول شول او وروسته بیا په ډزو سره ووژل شول.

 اوس د یادې پېښې وروسته هزاره ګانو په کوټه کې د خپلو مړو  د جنازو سره پرلت وهلی او وايي تر هغه چې لومړی وزیر عمران خان دوی ته  په خپله نه وي ورغلی خپل مړي به ښخ نه کړي.

خو د احتجاج کوونکو ددې غوښتنې په غبرګون کې نن پاکستان لومړي وزیر ویلې، چې د هزاره احتجاج کوونکو ټولې غوښتنې منل شوي خو تر هغې چې مړي ښخ نه کړي نوموړی به ور نشي.