بشري حقونو خپلواک کمېسیون: هلمند کې هوایي بریدونو ۱۰ ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي (جمعه/۱۹ د مرغومي)، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې د هلمند مرکز لښکرګاه کې پر وسله والو طالبانو د هوایي برید په ترڅ کې ۱۰ افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاد کمېسیون وایي، چې د دوی د مالوماتو په اساس په دغه هوايي برید کې پنځه ولسي افغانان وژل شوي چې درې یې ماشومان دي او د څلورو ښځو په ګډون پنځه تنه نور پکې ژوبل شوې دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د یاد په اړه له حکومته د جدي څېړنو غوښتنه کړې او په ولسي افغانانو یې دا هوایي برید غندلی دی.

یاد کمېسیون یو ځل بیا پر ښکېلو اړخونو د اوربند د ټینګیدو غږ کړی او ویلې یې دي چې جنګ د حل لاره نه ده.