
روهي (جمعه/۱۹ د مرغومي)، په قطر کې د خبرو د دویم پړاو له پېل سره طالبان وایي، چې د لنډمهالي حکومت غوښتنه یې نه ده کړې.
په همدې موخه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلې، چې تر د مهاله دوی د لنډمهالي حکومت مساله نه ده مطرح کړې.
طالبان داسې مهال د لنډمهالي حکومت په اړه وروستۍ څرګندونې کوي چې له دې وړاندې د افغان مرکچي پلاوي غړي حفیظ منصور ویلي و، طالبان په خبرو کې د هېواد د راتلونکي نظام پر څرنګوالي ټینګار کوي چې اشاره یې لنډمهالي حکومت ته وه.
له دې وړاندې د افغان ولسمشر په ګډون ګڼو افغان چارواکو طالبانو سره په خبرو کې د لنډمهالي حکومت مخالفت کړی او په وینا یې په هېڅ صورت له جمهوریت نه شي تیریدی.