مرکچي پلاوي به سبا شنبه د اجنډا پر سر بحثونه پېل کړي

روهي (جمعه/۱۹ د مرغومي)، د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوي غړي وایي، چې خبرو دویم پړاو پرانیستې ناستې ترسره شوې او پر مسایلو به بحثونه سبا شنبه پېل شي.

دویم پړاو خبرې چې خورا پيچلي بلل کیږي، د اوربند او د نظام د تغیر په څېر مسایل به پکې تر بحث لاندې نیول کیږي، د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا ډاډ څرګند کړی، چې د افغان حکومت مرکچي ټیم له طالبانو سره خبرو دویم پړاو ته بشپړ چمتووالی لري. 

د افغان حکومت او طالبانو تېر پړاو خبرو درې میاشتې دوام وکړ او دواړه لوري د خبرو په کړنلارې هوکړې ته ورسېدل خو اوس ویل کیږي، چې دوحه کې د خبرو یو اساسي بحث به د نظام مسله وي چې افغان حکومت به جمهوریت خو طالبان بیا د اسلامي نظام په اړه خبرې ولري.