د سوېل ختيځ زون میرمنې وایي چې د خبرو دویم پړاو کې دې اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي

روهي (جمعه/۱۹ د مرغومي)، د سوېل ختيځ د څلور ولايتونو پکتيا، لوګر، پکتيکا او خوست ولايتونو میرمنو د پکتیا په مرکز ګردېز کې د سولې خبرو سره تړلي يوه غونډه کې ټینګار وکړ چې دويم پړاو خبرو کې بايد اوربند ته لومړيتوب ورکړل شي. 

یادې میرمنې وايي، چې د سولې په پروسه کې د ښځو رول مهم دی او غوښتنه کوي، چې په دغه پروسه کې هغه مېرمنې هم شاملې کړي، چې د کورنۍ غړي یې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي. 

دوی همدا راز په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي څخه غوښتنه، کوي چې له خپله اړخه مېرمنو ته هم برخه ورکړي، ترڅو د دوی مېرمنې هم د سولې د پروسې او د خپلو حقونو په اړه نظر شريک کړي.

د سولې په برخه کې د میرمنو وروستۍ اندېښنه داسې مهال راپورته کیږي چې پرون د ولسمشر لومړي مرستیال په ننګرهار کې یوې غونډې ته وویل چې طالبان د سولې په پروسه کې میرمنو ته د حقوقو د ورکړې مخالف دي.