افغان سوداګر: پاکستان یې په قصدي توګه موټر درولي دي

روهي (جمعه/۱۹ د مرغومي)، موټر چلوونکي وايي د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې له پاکستان سره نښتې سوداګریزه لویه لار انګور اډه کې يې سلګونه بار وړونکي موټر له تېرو څو ورځو راهیسې د پولې دې غاړې ته بند پاتې دي. 

دوی وايي د پاکستاني پولیسو له لوري هغه هېواد ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي چې موټر چلوونکو او سوداګرو ته يې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي. 

د برمل ولسوالۍ انګور اډه کې د پولې دې غاړې ته د سلګونه ولاړو موټرو چلوونکي وايې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې موټر ولاړ دي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. 

برمل ولسوالۍ کې د بار وړونکو موټرو د اتحاديې مشر سید محمد وايې افغان حکومت باید د دوی ستونزو ته رسیدنه وکړي ځکه پاکستانی لوری په قصدي ډول هم د افغان سوداګرو او موټر چلوونکو د زیانمنولو لپاره دا ډول غیر قانوني عمل ته ملا تړي.