ولسمشر د ننګرهار لپاره د ۴ زره ښوونکو او ۱۲ سوه ولسي پاڅوون کوونکو د منظورۍ ژمنه وکړه

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د مرغومي)، ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې يوې لويې ولسي غونډې ته په وينا کې دې ولايت لپاره د څلور زره ښوونکو او د حصارک، خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو لپاره د دولس سوه ولسي پاڅوون کوونکو د تشکيل منظورۍ ژمنه او اړونده مسئولينو ته د اجراتو سپارښتنه وکړه.

نوموړي د ننګرهار ولس ته په خطاب کې وویل: "ملا مې راوتړئ او د اصلاحاتو غږ پورته کړئ، د پوهنې په برخه کې له ننګرهار سره زیاتی شوی دی، د معارف وزارت ته لارښوونه کوم چې ننګرهار ته د ښوونکو ۴۰۰۰ بستونه ورکړي".

د هېواد ولسمشر همدا راز وويل، چې د ننګرهار حصارک، شېرزادو او خوږياڼو ولسوالیو د امنیت د لا ښه تامین په موخه به ۱۲۰۰ ولسي پاڅون کوونکي تخصیص شي.

ولسمشر وویل، چې هغه پلان چې د جلال اباد ښار لپاره جوړ شوې که په منظم ډول پلي شي، جلال اباد به په سیمه کې یو له بهترینو ښارونو څخه وي او زياته يې کړه د ننګرهار د پانګې ځای دی، که ځمکه کمه ده نور امکانات زیات لري، دلته باید منظمه او هراړخیزه پانګونه وشي.

ولسمشر وويل، چې ننګرهار والي ته مې په ټولو برخو کې صلاحيت ورکړی او کولی شي چې په رياستونو او ولسواليو کې د اصلاحاتو په موخه را سره خپله طرحه شريکه کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وويل، راځئ چې په شریکه لوی ننګرهار بېرته د علم او ادب پر کور بدل کړو او په واضح توګه د ننګرهار هغه لوی فرهنګ چې علم، مینه او ژمنه ده غواړم په دې چوکاټ کې راشي.