ټویټر، انسټاګرام او فیسبوک د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکاونټونه بندوي

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د مرغومي)، ټویټر، انسټاګرام او فیسبوک وایي، چې پریکړه یې کړژ ترڅو د امریکا د ولسمشر ډونالډ اکانټونه ور وتړي.
د ټویټر ادارې مسؤلینو ویلې، چې د ډونالډ ټرمپ د وروستیو دریو ټویټونو وروسته به د نوموړي اکاونټ د ۱۲ ساعتونو لپاره بند کړي.
ټویټر خبرداری ورکړی چې که ټرمپ خپل وروستي درې ټویټونه ډیلیټ نه کړل نو اکاونټ به یې د تل لپاره ور وتړي.

ټویټر داسې مهال یاد خبرداری ورکړی چې ټرمپ په خپلو ټویټونو کې د دده پلویان سوله ییزو لاریونو ته ور بللي او ترڅنګ یې له دوی غوښتې و چې خپلو کورونو ته ستانه شي، نوموړي په ورته مهال په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ادعا یو ځل بیا تکرار کړې ده.

داسې مهال چې د ټرمپ وروستيو ټویټونو د نوموړي پلویان د امریکا کانګرس ور دننه کړل  او تاوتریخوالی یې پېښ کړ ټویټر د ټرمپ د اکاونټ د بندولو خبرداری ورکړی.
 
بلخوا فیسبوک هم د ځینو سرغړونو له امله ویلې، چې د ټرمپ فیسبوک ادرس د ۲۴ ساعتونو لپاره بندوي او انسټاګرام هم ورته خبر ورکړی دی.