امرالله صالح: ډيری مسايل شته چې د سولې پروسه يې اوږده کړې او لامل يې طالبان دي

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د مرغومي)، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې د سولې په برخه کې هيڅ لاسته راوړنې باندې معامله نه کيږي.
 
امرالله صالح چې نن یې ننګرهار کې یوې ولسي غونډې ته خبرې کولې وویل، چې ملي بيرغ د ټول افغانستان بيرغ ده؛ خو طالبان يې نه مني، د نوموړي په خبره ډيری مسايل شته چې د سولې پروسه يې اوږده کړه او لامل يې طالبان دي.

صالح وایي، افغان حکومت هر مهال اوربند ته چمتو دی او سولې رامنځته کېدو لپاره یوازې يو شرط لرو، هغه دا چې بايد نوی زعيم په ټاکنو وټاکل شي؛ خو طالبان له ټاکنو انکار کوي.

نوموړي په هېواد کې د ټولو پېښو مسئولین طالبان بللي او زیاتوي چې د سولې په روانه پروسه کې طالبان چمتو نه دي چې مېرمنو ته حق ورکړي.

صالح د طالبانو اوسنۍ جګړه د قدرت د ترلاسه کولو جګړه بللې او وایي، چې د طالبانو روانه جګړه چې په اړه يې علماء کرامو فتواوې ورکړي دي هيڅ ډول دیني اړخ نلري.

د ولسمشر لومړی مرستیال چې تل د خپلو څرګندونو پرمهال په طالبانو توندې نیوکې کوي نن یې ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال یو ځل بیا طالبان تورن کړي چې د نورو ګټو لپاره کار کوي او خپل خلک د نورو لپاره قربانوي.