د ډونالډ ټرمپ پلویان وایي ټرمپ په ټاکنو کې ماتې نه ده خوړلې او بایډن د ولسمشر په توګه نه منو

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د مرغومي)، له هغه وروسته چې کانګرس په ټاکنو کې له بریا وروسته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د جوبایډن د تائید غونډه روانه وه د ټرمپ قهریدلي پلویان د کانګرس ودانۍ ته په زور ننوتي او هلته یې هوایي ډزې او د خپل قدرت نمایش کړی دی.

لاریون کوونکو چې د امنیتي ځواکونو له کمربند تېر او د کانګرس ودانۍ ته داخل شوي وایي، چې ټرمپ په تېرو ټاکنو کې ماتې نه ده خوړلې او بایډن د ولسمشر په توګه نه منو.

بلخوا د ګڼو نړیوالو مشرانو ترڅنګ په کانګرس د ټرمپ د پلویانو برید د امریکا مرستیال ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر، د امریکا د استازو جرګې مشرې او د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر جوبایډن غندلی دی.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال، مایک پینس ویلي چې پر کانګریس د لاریون کوونکو برید له ټولو قوانینو سره په ټکر کې عمل دی او په خبره یې دا د ملت کور دی او دې کور ته سپکاوی باید د قانوني مراجعو له لوري وڅېړل شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیا د لاریون کوونکو د مشرانو د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده او دا عمل یې د خلکو له مدني حقونو او ملي ګټو ترلاسه کولو په برخه کې سپکاوی بللی.

پر کانګرس د لاریون کوونکو یاد برید د جرمني د لومړۍ وزیرې، د ناټو د عمومي منشي، د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن ترڅنګ د ګڼو نورو مشرانو او د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي له لوري په کلکو ټکو غندل شوی دی او پلوسي پر کپېټال هال ودانۍ د لاریون کوونکو ننوتل له سپکاوي ډک عمل بللی او خبرداری یې ورکړی چې اصلي تنظیموونکي به یې ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي.