ناټو: تر ټولو سخته پریکړه به وي خو راتلونکي میاشت له افغانستان د وتلو نه یا وتلو پریکړه کوو

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د مرغومي)، له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه تازه ناټو ویلې، چې روان میلادي کال کې به په افغانستان کې د پاتې کیدو او یا هم د وتلو په اړه پرېکړه کوي. 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تازه له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې ۲۰۲۱ ز کال ننګونکی کال بللی او په وینا چې ښیي له ګڼو مشکلاتو سره به مخ وي چې په وینا یې تر ټولو ننګونه به یې له افغانستان د ناټو ځواکونو د ایستلو پریکړه وي.

 سټولټنبرګ له افغانستان د ځواکونو په اړه د وروستۍ پریکړه په اړه وایي، چې د ناټو د دفاع وزیران به د راتلونکي میاشت په غونډه کې په افغانستان کې د سرتېرو د پاتې کیدو یا هم وتلو پریکړه کوي.

نوموړي له افغانستان د ناټو ځواکونو ایستل او پاتې کیدل دواړه له خطر سره تړلي خو څرګنده کړې یې ده چې ښایي د ناټو د ځواکونو حضور یا وتل د دوحې په خبرو کې له پرمختګ سره وتړي.