روهي (څلور نۍ/۱۷ د مرغومي)، ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د اقینه- اندخوی ریلګاډی، د کرکي، اندخوی، پلخمري د برېښنا د لېږدېدو پروژه او د فایبر اپټیک لاین چې د ترکمنستان انټرنیټ له افغانستان سره نښلوي، پرانېستل شي.
افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د یادو دریو مهمو پروژو د پرانستلو په اړه نن د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف ترمنځ تلیفوني خبرې شوې دي، چې ټاکل شوې د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۲۵ نیټه په افتتاح شي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ټاکل ترڅو کابل ته د خپل سفر په لړ کې، به د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره، د سیاسي مشورو په اړه د تفاهم یادداشت، د کرنې د قرنطین په هکله یو تړون او د امنیتي همکارۍ هوکړه لیک، او همدا راز د تیلو او ګازو په اړه د تفاهم څو یادداشتونه هم لاسیک کړي
وروستي