امریکا: که آسیایي هېوادونه له اسرائیل سره اړیکې عادي کړي دوی به پریمانه مرستې ورسره وکړي

روهي (څلور نۍ/۱۷ د مرغومي)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې له یو شمېر اسیایي هېوادونو سره یې مذاکرات پیل کړي څو له اسرائیل سره اړیکې عادي کړي. 

نوموړي تازه په یوه مرکه کې ویلې، چې له یو شمېر اسیایي هېوادونو سره یې تماسونه نیولي او هڅه کوي هغوی وهڅوي چې ژر تر ژره له اسرائیل سره اړیکې عادي کړي ځکه دده په خبره دا چاره د اسیا په ګټه ده. 

نوموړي زیاته کړې، امارات د نورو اسیایي هېوادونو لپاره یو ښه مثال دی، امریکا اوسمهال پر یاد هېواد د خپلې دفاع لپاره پرمختللې وسلې پلوري او که چېرته نور هېوادونه هم اسرائیل سره اړیکې عادي کړي دوی به ورسره پرېمانه مرسته او همکاري وکړي. 

د یادونې ده چې ځینې عرب هېوادونو له اسرائیل سره اړیکې عادې کړې دي چې دې چارې د نورو اسلامي هېوادونو توند غبرګونونه راپارولي دي.