پولیسو ننګرهار کې د ۲۰۰۰ زره کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو ډک مازدا موټر نیولی

روهي ( څلور نۍ / ۱۷ د مرغومي)، د کورنیو چارو وزارت مسولین وایي ملي پولیسو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار د اومې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یو لړ کشفي اقدام په ترڅ کې یو مازدا ډوله باروړونکی موټر چې دوه زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ضبط کړی دی.
 

د خبر پانې له مخې دغه له چاودېدونکي توکو محموله د مینځونکو توکو په منځ کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوې وه او شونې وه چې د لویو ترورېستي پېښو په طرحه او سازماندهي کې ترې استفاده وشي.
 

د مسولینو په خبره دې باروړونکي موټر د کشف سربېره؛ ۴۰۶ عدده ثانیه سوز کپسولونه چې له هغې څخه د موټربم، ځانمرګو واسکټونو او د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې ګټه اخیستل کېږي، هم کشف او ترلاسه شوي دي.