خلیلزاد:  کابل کې دی له مهمو چارواکو سره یې لیدلی خو ویل کیږي له ښاره ناخبره پاچا یې د ملاقات غوښتنه رد کړي ولې؟

روهي ( څلور نۍ / ۱۷ د مرغومي)،  د ملي پخلاينې عالي شورا وايي، د يادې شورا رييس عبدالله عبدالله د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره ليدلي او دواړو لوريو د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د دويم پړاو په اړه بحث کړی دی.

خلیلزاد له تیرې ورځې راهیسې کابل کې دی د پخوانی ولسمشر په ګډون یې له افغان لوړ پوړو چارواکو،عبدالله، جهاد  مشر سیاف، حمدالله محب، حنیف اتمر، سره لیدلي خو ځینې افغان رسنیو خبر ورکړی چې ولسمشر غني له خلیلزاد سره د ملاقات غوښتنه رد کړي لامل یې دا ښودل شوی چې غني مصروف او د سولې روانه پروسه یې د خوښې خلاف روانه ده.
 
د ملي پخلاينې له عالي شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې بیا راغلي، دغه ليدنه چې  په سپېدار ماڼۍ کې شوې عبدالله عبدالله د سولې په برخه کې د امریکا له ملاتړ څخه مننه کړې او په بریالۍ توګه یې د بین‌الافغاني مذاکراتو د لومړي پړاو له پای ته رسېدو هرکلی کړی دی.
 
عبدالله دغه راز په هېواد کې د هدفي وژنو او د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې ویلي چې نور تاوتریخوالی د منلو نه دی او هر څه ژر باید په هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
 
د خبرپاڼې له مخې، خلیلزاد هم د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې زیاته کړې چې دواړه لوري باید له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
 
د اعلاميې په خبره، خلیلزاد هم د دویم پړاو مذاکراتو له پیلېدو هرکلی کړی او له دې خبرو یې د امریکا پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی.
 

ویل کیږي چې حلیل زاد به اول ترکمنستان او بیا دوحې ته لاړ شي.
 
خلیلزاد او عبدالله په داسې حال کې سره ليدلي دي چې ټاکل شوې نن د دولت او طالبانو مرکه‌چي پلاوي د سولې دويم پړاو خبرې پيل کړي.