د افغان دولت مرکچي پلاوی: دویم پړاو خبرې به د اوربند په ټینګیدو ولاړې وي

روهي (څلور نۍ/۱۷ د مرغومي) د افغان دولت مرکچي پلاوی چې پرون د دویم پړاو خبرو لپاره دوحې ته ولاړ وایي، چې د خبرو په دې پړاو کې به یې ټینګار د جګړې په دریدو او اوربند وي.

ددې ترڅنګ چې د خبرو د دویم پړاو په پېل کې به د واک پر شریکولو هم خبرې وشي خو د ملي پخلاینې عالي شور وايي، چې د خبرو په دویم پړاو کې به تر ډېره په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت او د جګړې پر بندېدو ټینګار وشي.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي، چې د هېواد له ټولو اړخونو او استازو سره مشوره شوې ترڅو جګړه پای ته ورسیږي، د نوموړي په خبره چې دوی ټینګار کوي ترڅو په افغانستان کې روانه جګړه چې ولسي افغانان وژني باید ودرېږي، چې په دې توګه د افغانانو اصلي غوښتنې ته ورسیږو.

پرون له شل ورځنی دمې وروسته ته قطر ته تر روانېدو مخکې د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، دوی هیله من دي، چې د خبرو دواړه ډلې به د جګړې پر بندولو سلا وکړي.

د افغان دولت او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ د خبرو د پېل درې میاشتې تیریږي چې په لومړي پړاو کې د له دریو میاشتو خبرو وروسته دواړو ډلو د کړنلارې پر سر هوکړه وکړه چې اوس به یادې ډلې د اجنډا پر سر بحثونه پیلوي.