نیږدې سرچینې یې مني چې ولسمشر غني زلمي خلیلزاد ته د لیدو وخت نه دی ورکړی

روهي (څلور نۍ/۱۷ د مرغومي)، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نیږدې سرچینې تاییدوي، چې ولسمشر غني سره یې د لیدو غوښتنه رد شوې ده.

د سرچینې په خبره، چې ولسمشر غني سره د لیدو غوښتنه کړې خو نوموړي ورته ویلې، چې دی بوخت دی او وخت نه لري چې  خلیلزاد سره وګوري.

زلمی خلیلزاد دا مهال د کابل په سفر بوخت دی چې تر دې مهاله یې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله، استاد سیاف، حنیف اتمر او حمدالله محب سره جلا جلا لیدنې کړي دي، چې ټاکل شوې ده نوموړی له کابل څخه ترکمنستان او بیا دوحې ته لاړ شي.