ډونالډ ټرمپ: افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ۱۹ کلن ماموریت بسنه کوي

روهي (درې نۍ/۱۶ د مرغومي)، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په خپله هغه ژمنه چې له افغانستان د ټولو امریکایي ځواکونو په برخه کې یې کړی ټینګار کړی.

ولسمشر ټرمپ چې راتلونکو ۱۵ ورځو کې به واک نوي ولسمشر جو بایډن ته وسپاري پرون یکشنبه تازه په خپلو څرګندونو کې ویلې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ۱۹ کلن شتون بسنه کوي او نور باید دا ځواکونه خپل هېواد ته راستانه شي.

نوموړی وایي، چې "موږ ۱۹ کاله افغانستان کې و، موږ خپل سرتیري له هغه هېواده بېرته راغواړو، امریکايي سرتیري د دې لپاره نه دي چې هغوی دې افغانستان کې د پولیس دنده ترسره کړي".

د یادونې وړ ده چې ټرمپ څو ځله مخکې هم له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو خبرداری ورکړی و او له طالبانو سره د امریکې د تړون وروسته په شرطونو کې هم ویل شوې چې دا هېواد به په ۴ میاشتو کې خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي.