که ستړي نه یاست نو باید دا نښې ولرئ

که ستړي نه یاست نو باید دا نښې ولرئ
د هرې ناروغۍ د پیل او خفیې له دورې څخه تر ښکاره دورې پورې؛ هغه دوره چې ناروغي پرمختګ کړئ وي او د تشخیص وړ وي، خو که چېرې مونږ ناروغي د هغې په مناسب دوره کې ونه پېژنو، نو کېدای شي چې نور د علاج وړ نه وي. ناروغۍ د انساني ارواپوهنې سره مستقیم اړیکه لري، که چېرې تاسو د روغ روح او روان خاوندان یی نو تاسو په ډېره کچه د نورو ناروغیو څخه په امن کې یاست، خو که تاسو خپل ارواهي حالت ته ارزښت نه ورکوئ، نو کېدای شی په نورو ناروغیو د اخته کېدو چانس ډېر وي. دا چې څرنګه پوه شئ؟ تاسو د روان حالت نه روغ یاست که ناروغ او تاسو افسرده یاست که نه؟ نو به دې مطلب کې ۱۰ نښې مې له تاسو سره شریک کړي دي.
 

ـ خپل ظاهري بڼې ته ډېر ارزښت ورکول، هغه کسان جې د روان له حیثه روغ وي، هغوی خپل ظاهري پاکوالي ته او ظاهري صحت ته ډېرپام کوي لکه، ورزش کول، ډاکټر ته د چک اپ له پاره مراجعه کول، خپل د جامو نظافت او د شاوخوا نظافت ته پام نېول، د خپل پوستکي او نورو ناروغیو ته په اقدام کول او داسې نور...
 

ـ  کله چې په ذهن باندې د چارو له فشار راځي نو د هغه  چارو پرېښودل، ذهن هېڅ کله د فشار له امله کوم دنده نه شی کولای، کله چې تاسو په ذهن فشار راوړئ نو هغه د خپل د جذب او تمرکز دنده له لاسه ورکوي، په پایله کې د هېڅ کار له امله نه شو کولای په ذهن باندې جبري کار سرته ورسوو؛ ذهن باید په خپل حال پرېښودل شي تر څو ښه تمرکز وکړي او چارې په غوره شکل سره سرته ورسوي.
 
ـ تاسو د چارو سمبال له پاره وسیع ذهني فضا لرئ، کله چې مونږ ذهن په خپل حال پرېږدو نو د هغه د تمرکز او جذب ساحه وسیع کېږي، خو کله چې مونږ په ذهن باندې کوم جبري چار سرته رسوو نو د ذهن د تمرکز ساحه محدود کېږي اوو نه شي کولای سم تحلیل وکړي د کومي موضوع په هکله.
 
ـ  بي ساري انرژي پیدا کوی او ځان راحته احساس کوی، د ژوند د هره مسئله په خپل ذهن کې ساتل په ذهن باندې بوج کېږي او د ذهن یوه دروازه تړل کېږي، خو که چېرې تاسو د مسئلې پایله د خپل ذهن سره خلاصه کړئ نو هغه بوج نه پاتې کېږي، نو ستونزې په فشار باندې او له هغې مسئلې څخه په تېښته باندې ځآن ته خنډ مه ګرځوئ بل د هغه سره مخامخ شئ او له خپلو اوږو بوج  لږ کړئ. د دې چار په سرته رسولو سره تاسو مقید احساس نه کوی او د ژوند له بي ساري انرژي او خوښي څخه برخمن کېږی.

ـ کولای شی د خپل کاري چاپیریال او له ټولنې سره سالمه اړیکه جوړه کړی، سالم انسان نه د چا نه ځان لوړ بولي او نه هم ټېټ، نه د چاسره حسادت کوي او نه هم غرور لري، د خلکو سره مرستې او ایثار لاره غوره کوي. سالم کسان د روان له حیثه یوازې په خپل ژوند باندې تمرکز کوي او خپل اهداف د نورو ټولو غیر ضروري چارو څخه اړین ګڼي.

ـ د نورو په ځای پوښتنو ته ځواب ورکوئ او د ټولنې سره اوسېدل غوره ګڼئ.
 
ـ د ژوند او ټولنې په وړاندې احساس پیدا کوی او خپل خلقت د یوې موخې له پاره کاروئ. په نورو باندې د مهرباني احساس کوی.
 
ـ خپل شخصي چاري په خپله سرته رسوئ لکه، د جامو وېنځل، د خپل د خوب ځای ټولول او داسې نورې شخصي چارې.

ـ خپل احساس ډېر په اسانۍ بیان کوی او د خپل احساس د ښودلو له پاره مناسبې کلمې پیدا کوی.
 
ـ د خپل ژوند له شوني کارونو څخه او د شته شیانو څخه که لږ وي او ډېر په پوره توګه رضایت لرل او خوشحاله اوسېدل.

ـ