د وجود هغه غړي چې سېګرټ یې وژني

د وجود هغه غړي چې سېګرټ یې وژني

د سېګرت څکول اوس وختونو کې سره له دې چې په زیانونو یې پوهېږي، خو بیا هم د فیشن او ستایل یوه برخه جوړوي. د سېګرت څکول  که د فیشن له پاره وي او یا هم د کوم بل علت له پاره زیانونه یې یو برابر دي. د سګرت څکول په تعدادو پورې اړه نه لري، که یو وڅکول شي او له یو څخه ډېر، ځوان وي که زوړ ټول په یو منوال روږدي کېږي او د تل له پاره ستاسو ژوند، د انسان اوسېدلو کرامت، کورنۍ او هر څه له منځه ځي.
 
سېګرت څکول د بدن په ټولو غړو په مساویانه توګه اغېز لري او د غړو د حجرو له منځه تګ لامل ګرځي، د غړو د دندو ضعیفوالي او اختلال، د عصبي سیستم د ضعیفوالي، د ورځني چارو د سمبالښت قدرت له لاسه ورکول، په ټول بدن او غړو باندې د عصبي سیستم کنټرول لاسه ورکول، د ټولنې د دستوراتو څخه وروسته پاتې کېدل او په پایله کې د انسان د مرګ لامل کېدل دي.
 
مخدره توکي نه یوازې هغه کسانو ته چې خپله پرې روږدي دي زیان لري بل هغه کسانو ته چې د هغوی به شاوخوا کې دي هم په مساویانه توګه زیان رسوي. د تنباکو په لوګي کې یو ډول ماده د کاربن مونو اکساید په نوم ده، چې د اکسیجن ځای په حجراتو کې نېسې او هغه کسان چې سګرت څکوي د هغوی په حجرو د اکسیجن لږ جذب لامل ګرځي.
 

ځېنې کسان دي چې د سېګرت څکولو تر څنګ ورزش هم کوي، خو بیا هم کوم څه ته بدلون نه ورکوي او برابر زیان د هغه کسانو سره لري، چې هغوی ورزش نه کوي. د تمریناتو به وخت کې د هغوی د جسمي قوې د ضعېفوالي لامل ګرځي.
 

هر څومره چې په ټېټ سن کې مو د سېګرټ څکول پیل کړي وي په هماغه کچه ستاسو د روږدي کېدلو چانس ډېر دئ.

په سېګرټ کې د ۴۰۰۰ څخه ډېر بېلابېل کیمیاوي مواد شتون لري، ډېری دا  مواد د بدن غړو ته زیانمن دي او غړي خپل نارمل دنده له لاسه ورکوي.