د روماتیزم کورنۍ درملنه

د روماتیزم کورنۍ درملنه

د ګونډو درد یا د مفاصلو درد یو له هغه دردونو څخه دی، چې تاسو غواړئ د هغه له درد څخه زر تر زره خلاص شئ او د هغه له پاره بېلابېلې لاري هم تجربه کړي دي، خو د مسکنو څخه د هغوی د جانبي عوارضو له پاره  شاید زړه ښه نه کړئ چې استفاده وکړئ. د دې تر څنګ چې تاسو د درملو څخه ګټه واخلئ اړینه ده چې  د نورو کورنیو لارو څخه هم ګټه واخلئ، چې د موسم بدلېدل او د هوا ساړه کېدل، ګرمېدل هم د مفاصلو په دردنو باندې اغېز لري. به دې لېکنه کې تاسو سره ځېنې کورنۍ لارې شریک کوم تر څو د مفاصلو درد تسکین شي.
 
ـ د ستنې طب، څېړنو ښودلې ده چې د ستنې طب کولای شي د مفاصلو درد تسکین او جوړ کړي. په ۲۰۱۳ کال کې د روماتیزم د ناروغي په یو ډول باندې د ستنې طب عملیه اجرا شوي ده او د یاد ناروغۍ له پاره مثبت اغېز هم ښودلې ده. که چېرې له ستنو لګولو څخه وېره نه لرئ تاسو کولای شئ یو څو جلسې د طبي ستنې درملنې له پاره ولرئ.
 
ـ د اوبو په مرسته د مفاصلو درملنه، لامبو کول د بدن د غړو انعطاف پذېري او د غړو د قدرت د ډېروالي لامل ګرځي. په ۲۰۱۴ کال کې څېړنو ښودلې ده چې لامبو کول د بدن د غړو د قدرت په ډېرولو کې مرسته کوي، د دردونو په کمولو کې او د بدن فزیکي کړنې هم پیاوړي کوي. د ۲۰۱۵ کال څېړنې ښودلي دي، چې ۴۵ دقې لامبو کول د مفاصلو درد جوړوي.

ـ هغه کريمونه چې کپساین لري، کپساین د حرارت د تولېدلو لامل په مرچو کې دي؛ کپساین د مفاصلو د دردونو په کریمونوار کې هم  کارول کېږي، تر څو چې د مفاصلو درد ارامه کړي. څېړنو ښودلي دي، هغه کسانو چې د مفاصلو د دردنو ناروغۍ لرلي لکه، ارتروز یا ارتریت په اونۍ کې څلور ځلې د هغه کریمونو څخه کار واخېستل شو چې کپساین درلود، په پایله کې ناروغانو لږ درد احساس کولو.

ـ ګلوکوز امین او کاندروتین سلفیټ چې د انسانو په غضروفي  برخو کې شتون لري، د ۲۰۱۵ کال څېړنو ښودلي دي دغه یادې مادې د مفاصلو د دردونو به ارامولو کې مرسته کولای شي، خو هېڅکله نه باید په خپل سر وکارول شي، هر لاره او روش چې تاسو کاروئ او یا هم د کومو درملو څخه ګټه اخلئ د ډاکټرانو په توصیه یې استفاده کړئ، ځکه چې کېدای شي بېلابېل روشونه او درمل ستاسو د ناروغۍ سره مطابق و نه لري، نوړ لومړۍ د مرض تشخیص د ډاکټرانو په مرسته اړین دی او وروسته بیا تاسو کولای شئ بېلابېلې لارې د خپل ناروغیو له پاره وکاروئ.