بلوچ پرلت کوونکي: تر هغې مړي خاورو ته نه سپارو چې عمران خان نه وي راغلی

روهي (درې نۍ/ ۱۶ د مرغومي) د بلوچستان په مرکز کوټه کې نن درېیمه ورځ هم د هغو لس تنو کان کیندونکو د وژل کیدو په غبرګون کې احتجاجي پرلت دوام لري او خاورو ته نه دي سپارل شوې چې د شنبې شپه د بلوچستان په مچ سیمه کې ناڅرګند وسله والو وژلي.

احتجاج کوونکي چې تېر ماښام د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد هم ورسره وکتل وایي، تر هغې خپل مړي خاورو ته نه سپاري چې لومړی وزیر عمران خان نه وي ورغلی.

د کورنیو چارو وزیر له رسنیو سره په خبرو کې په پېښه کې د تورنو کسانو د نیول کیدو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د وژل شویو کان کیندونکو له کورنيو سره به مالي مرستې هم وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د بلوچستان په مچ سیمه کې د وژل شویو بلوچي کان کیندونکو ترڅنګ ۷ افغان بلوچان هم وژل شوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه په سختو ټکو غندلې ده.