سرور دانش وایي چې له اساسي قانون سره د طالبانو مخالف د حکومت د نسکوریدو په مانا دی

روهي (درې نۍ/۱۶ د مرغومي)، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم مرستیال سرور دانش چې نن یې د اساسي قانون په ۱۷مه کلیزه کې خبرې کولې وویل، چې د افغانستان له اوسني اساسي قانون سره د طالبانو مخالفت د شته نظام د سکوت او پرځولو په مانا دی.

دانش وایي د سیمې له ټولو اسلامي هېوادونو د افغانستان اساسي قانون غوره دی چې د افغانستان اساسي قانون کې په ښکاره راغلي دي، چې باید د سولې د بهیر قرباني نه شي.

ده د سولې بهیر کې د لنډ مهالي حکومت طرحه هم د اوسني نظام د پرځولو په مانا بللې او زیاتوي چې د مؤقتې ادراې مطرح کېدل یوه کس او یا کسانو ته د مسوولیت ورکړه نه، بلکې د اوسني نظام د درېیو قواو په شا کول دي.

دانش د هېواد د اوسني اساسي قانون لغو کول د ملي ګټو خلاف او د بې ثباتیو پیل بولي. دی زیاتوي چې د اوسني نظام قرباني کول خلکو ته د منلو نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړي ویلي و له طالبانو سره د سولې مذاکراتو په دویم پړاو کې به د هېواد د راتلوونکي نظام د څرنګوالي په هکله وي.