د افغانستان کریکټ ملي لوبډله نن متحده عربي اماراتو ته ځي

روهي (درې نۍ/۱۶ د مرغومي)، افغان ملي لوبډله به نن د عمان پر ځای د اماراتو پر لوري وخوځيږي او د روانې جنوري میاشتې په وروستۍ اونۍ کې به د ایرلنډ پر وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د لیګ په درشل کې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان کریکټ بورډ وایي، چې د اماراتو هېواد له لوري د ویزو د نه ورکړې له امله پتېل شوې وه، ترڅو یادې سیالۍ په عمان کې ترسره شي، خو مېلمه لوبډلې په یاد هېواد کې د کورونا پر وړاندې د مخنیوي د غوره تدابیرو او نورو اسانتیاو له نشتون اندېښنه درلوده چې له نېکه مرغه پرون شپه ناوخته د اماراتو د ویزو ستونزه هم حل شوه.

افغانستان کرکټ بورډ د تېر کال د نومبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د متحده عربي اماراتو ویزو د ترلاسه کولو په موخه غوښتنه کړې وه، خو پرون شپه ناوخته یاد هېواد ټولو لوبغاړو او له لوبډلې سره مل او اړوند مسوولینو ته ویزې ورکړې دي.

د یادونې وړ ده چې یادو ټولو خنډونو ته په پام سره به د ملي لوبډلې دغه درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ د پخوانۍ نېټې په پرتله په د روانې میاشتې په وروستۍ لسیزه کې ترسره شي.