ولسمشر غني د اندونیزیا جمهور رئیس سره ټلیفوني خبرې کړې

روهي (درې نۍ/۱۶ د مرغومي)، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې محمد اشرف غني نن سهار د اندونیزیا جمهور رئیس جوکو ویدودو سره ټلیفوني خبرې کړي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل، شوې چې په دغه ټلیفوني مکالمه کې، دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې په اړه چې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ پر مخ یو وړل شي، بحث وکړ او په افغانستان کې یې په سمدستي اوربند ټینګار وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اندونیزیا جمهور رئیس د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ لپاره سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو ته په اشارې، له سولې پروسې څخه د علماوو بین المللي دوامدارې اجماع سره د مرستې ژمنه وکړه.

خبر پاڼه همدا راز وایي، چې په دې ټلیفوني مکالمه کې دواړو جمهور رئیسانو د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا هم بحث او خبرې وکړې.