ولسمشر غني: درملو واردونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې تعریف او د درملو د کیفیت مسوولیت په غاړه واخلي

روهي (درې نۍ/۱۶ د مرغومي)، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د روغتیا وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلې، چې د درملو واردونکي شرکتونه دې معیارونه او بیې تعریف او د درملو د کیفیت مسؤلیت په غاړه واخلي.

نوموړي زیاته کړه، په راتلونکو دوو کلونو کې دې زموږ د اړتیا وړ طبي وسایلو او تجهزاتو په هکله، هراړخیزه ارزونه وشي. همدا راز دې د درملو چارو د تنظیم اداره او د عامې روغتیا ملي انستیتوت خپلواک او د روغتونونو چارې دې د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په خاطر په دوو شفټونو کې تنظیم شي او په پام کې لرو په هیواد کې معیاري روغتونونه جوړ کړو.

ولسمشر غني وویل، چې د درملو واردونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې تعریف او د درملو د کیفیت مسوولیت په غاړه واخلي، همداراز د هیواد دننه د درملو د تولید په موخه د پانګونې په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي همدا راز د کرونا وېروس د پیش بیني شوې سناریو په اړه وویل، چې د کرونا وېروس اوج مو تېر کړ او په راتلونکو دوو اونیو کې به دغه وېروس نزولي حالت غوره کړي.