د سولې خبرې:  د ننګونو ډک مزل اسانه نه دی شل کاله یې ورسره جګړه کړي اوس یې سولې ته رابولي...

روهي ( درې نۍ / ۱۶ مرغومي)،د روغې جوړې ملي شورا او افغانستان سولې مرکچي پلاوي تېره شپه مشورتي ناسته ترسره کړی ده.
 

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د سولې له مرکچي پلاوي سره یې په خپله دریمه ناسته کې د سولې د دوهم پړاو خبرو په خبرې او مشورې کړي دي. 
 
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره ترليدنې وروسته د سولې خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.
 
د افغان دولت د مرکچي پلاوي یوې غړې فوزیې کوفي ویلي پلاوی به نن  د دویم پړاو خبرو د پیل لپاره پر ټاکل شوې نیټه سفر وکړي.
 

ښاغلي خليلزاد پر خپلې ټوېټر پاڼې هيله څرګنده کړې چې ښکېلې غاړې بايد د افغان سولې خبرو راتلونکي پړاو کې د پام وړ پرمختګ وکړي او د ريښتيني سياسي جوړجاړي له مخې ژر تر ژره په تاوتريخوالي کې کموالی او اوربند رامنځ ته شي.
 

د ډاکتر عبدالله عبدالله پر رسمي فېسبوک پاڼه لیکل شوي، په ترسره شوې ناسته کې نوموړي د سولې مرکچي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې افغانان یې کلک ملاتړ کوي او په پوره ډاډ به د سولې په دویم پړاو خبرو کې ونډه واخلي. عبدالله ټینګار کړی چې په دویم پړاو خبرو کې به د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې د پرلپسې ناستو په پایله کې له مذاکره کوونکي پلاوي سره خپلې مشورې شریکې کړي.