جلال اباد کې د اریانا نیوز خبریال باندې د برید ترسره کوونکی نیول شوی

روهي ( دوه نۍ / ۱۵ مرغومي)،   یوې امنیتي باوري سرچینې سیحون خبري اژآنس ته ویلي، ملي امنیت ځواکونو یو تن چې غوښتل یې یو خبریال ووژني، نیولی دی.
 
 سرچینې په خبره دغه وسله وال یې د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې نیولی. سرچینه زیاتوي دغه وسله وال تن غوښتل د اریانا ټلوېزیون خبریال رحمت الله زیارمل ووژني، خو ملي امنیت ځواکونه یې په نیولو بریالي شوي دي.
 

ملي امنیت ځواکونو تیره ورځ په خوست کې هم د یو خبریال د وژل کیدو مخه نیولې وه.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ناڅرګندو وسله والو له خوا په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې خبریالان او د مدني ټولنې غړي ووژل شو.
 
کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي نن کابل کې یوې خبرې غونډې ته ویلي پر کابل او نورو ښارونو د طالبانو له لوري د بریدونو زیاتوالي موخه دا ده، چې د سولې پروسه کې امتیازات تر لاسه کړي. دوی د دې بریدونو مسوولیت نه اخلي، خو زموږ اطلاعاتي او استخبارتي مالومات ښيي، چې دا کړنې طالبان تر سره کوي.