منظور پشتین وایي د سید عالم محسود نیول لوی جبر دی

روهي (دوه نۍ/۱۵ د مرغومي)، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي، چې د پاکستاني حکومت لخوا د سید عالم محسود نیول لوی جبر دی باید چې ژر تر ژره را خوشې شي.
پشتین د سید عالم محسود د نیونې په غبرګون کې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې محسود هیچاته زیان نه و رسولی، خو په خبره یې د حکومت د راو انور په څېر کسانو ته چې خلک یې وژلي امکانات ورکوي.
سید عالم محسود چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی دی بیګاه په پیښور کې نیولی چې تازه د  پېښور محکمې پرېکړه کړې چې نوموړی به د څلورو ورځو لپاره له پولیسو سره پاتې شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ او د پاکستان پارلمان غړي محسن داوړ هم د محسود د نیونې په غبرګون کې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ډاکتر سید عالم محسود نیول له بشري حقونو سرغړونه ده
پښتون ژغورنې غورځنګ چې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي له دې وړاندې یې هم ځیني غړي د پاکستان پوځ لخوا نیول شوې چې ددې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورنژ غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین اوس هم د پاکستان حکومت په بند خونو کې ایسار دي.