د لړم  زهر مو که وژني خو ژغوري مو هم

د لړم  زهر مو که وژني خو ژغوري مو هم

د لړم ظاهري بڼه ډاروونکي او د ټولو له لېد لوري یو خطرناک او مضر موجود دئ، خو داسې نه ده تاسو کولای شی د لړم نیش ته الهي پېرزوینه ووایی د انسانانو له پاره.

کوم زهري مواد چې د لړم په زهرو کې موجود دي په پوره توګه یوه طبیعی ماده د طبي او چاپېریال د کارولو له پاره ده. د لړم زهر دومره مفید پوتانشیلي مواد لري، چې د هغو پوهېدو له پاره ډېر وخت  ته اړتیا ده. 
 
د لړم زهر یو غلیظ سوپ د شېدو په رنګ ماده ده، چې د مختلفو مالیکولونو څخه جوړه شوې  او په زرګونه پروتئن کوچني او پېچلي پروتئنونه دي، چې د پپتاید په نوم سره یادېږي.
 
ډېري پپتایدونه کولای شي تاسو ته زیان ورسوي د بدن او یا هم د عصبی سیستم د فلج کېدو لامل شي، خو متخصصین په ځانګړو لارو سره د لړم زهر اخلي او د هغوی نه د مختلفو ناروغیو په  درملنه کې ګټه اخلي.
 

څېړونکو۱۳۰۰ ډولو لړمونو باندې څېړنې کړې دي او څه نا څه ۳۰۰ ډوله ترکیبي پپتایدي زهري مواد یې پېژندلي دي. د دې څېړنو په بنسټ په ټوله نړۍ کې د ۱۰۰ زرو څخه زیات مختلف پپتایدونه په لړمونو کې شتون لري، خو تراوسه پورې څېړونکو نیمایي پپتایدونو په هکله مالومات لري او د دوی څېړنې دوام لري.
 
د لړم له زهرو څخه د کرنې برخه کې د میاشو او افاتو له منځه وړلو له پاره ګټه اخېستل کېږي، چې ګټه یې د کیمیاوي مواد د کارولو کمښت دئ. دغه زهر چې د میاشو د منځه وړلو له پاره کارول کېږېي د څېړنو به بنسټ هېڅ کوم زیان انسانانو ته نه لري.

د لړم زهر د انسانانو د زخمونو په جوړونه کې رول لري او د تخریب شویو سلولونو په جوړونه کې هم کارول کېږي.

د لړم له زهرو د مسکنو په حیث هم کارول کېږي.

 د دې ټولو څېړنو موخه یوازې د مصنوعي موادو څخه کار نه اخېستل او د طبیعي موادو زیاتون په درملو او دواګانو کې دئ، تر څو چې د کیمیاوي موادو منفي اغېزو څخه انسانان په امن کې اوسي.