کونړ کې د ۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې بریښنا درې شبکې فعالیږي

روهي ( یوه نۍ / ۱۴ د مرغومي)، کونړ کې د ۹۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د لمريزې برېښنا درې شبکې فعاليږي.
 
د کونړ ولایت مسولین وایي د کونړ په سرکاڼو، نرنګ او مرورې ولسوالیو کې د لمريزې برېښنا دا درې شبکې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د ۹۱،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې د ودې، حاصلاتو زیاتوالي، د بزګرانو عواید لوړاوي او د شاړو ځمکو خړوبولو په موخه جوړيږي.
 
د ولایتي مسولینو په خبره دد یادو شبکو په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۴۰۰ جرېبه ځمکه خړوبه شي.