وسله وال غله د پوليسو په رنجر موټر کې وو؛ د ولسي جرګې د غړي يو موټر او يو ميل وسله يې غلا کړل 

روهي (يوه نۍ/۱۴ د مرغومي)، وسله والو غلو د کابل ښار پُل سرځ سيمه کې وسله والو غلو د امير محمد خاکسار په نوم د ولسي جرګې د يو تن وکيل يو موټر او يو ميل وسله غله کړې ده. 

د پېښې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي دي چې وسله وال غله د پوليسو په رنجر موټر کې وو، د امير محمد خاکسار په ساتونکو يې ډزې وکړې او موټر يې ورڅخه غلا کړ. 

د ولسي جرګې وکيل امير محمد خاکسار هم رسنيو ته د پېښې پخلي کړی دی. نوموړي ويلي دي چې هغه مهال دی په موټر کې نه وو. پېښه کې يو وسله وال غل او د وکيل درې ساتونکی ټپي شوي دي. 

د ولسي جرګې وکيل امير محمد په دې اړه ويلي دي، "هلته عیني شاهدان وو. وې ویل چې یو رنجر موټر راغی او زما د ساتونکو پر وړاندې ودرېد. زما درې ساتوونکي یې ټپيان کړي دي."

کابل ښار کې نېږدې هره ورځ جينايي پېښې تر سره کيږي، خو د وکيل څخه د موټر غلا او د وسله والو غلو له خوا پرې بريد ښايي، بې سارې چاره وي.