روهي (نۍ/۱۳ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي چې په تېر يو کال کې افغانستان کې يو امريکايي سرتېری هم نه دی وژل شوی.
نوموړي دا هم ويلي دي چې افغانستان کې د امريکا ماموريت د القاعده پر وړاندې مبارزه او جګړه ده، خو دغې جګړې ته اړتيا نشته چې افغانستان کې لسګونه زره پوځيان ولرو؛ مونږ د افغانانو غوندې ملګري لرو چې دا جګړه به کوي.
که څه هم د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې وروسته، امريکا او طالبانو پر يو بل بريدونه کم کړي دي خو په ورته وخت کې ورسره د افغانانو ترمنځ جګړه تېزه شوې ده.
وروستي