حيفظ منصور، د حکومت د مرکچي پلاوي غړی: اوسنی حکومت دې لنډمهاله حکومت جوړېدو ته تيار شي

روهي (نۍ/۱۳ د مرغومي)، د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي يو غړي حفيظ منصور وايي چې د سولې دويم پړاو خبرو کې به د قدرت په وېش خبرې کيږي او اوسني حکومت ته په کار ده چې د يو لنډمهاله حکومت جوړېدو ته غاړه کېږدي. 

د حکومت د سولې مرکچي پلاوي دغه غړی وايي چې د سولې دويم پړاو کې به حکومت د جمهوريت پر ساتلو او طالبان د يو اسلامي نظام په جوړولو ټېنګار کوي، خو زه دا وايم چې حکومت بايد د موقت جوړېدو لپاره تياری ونېسي. 

حفيظ منصور له دې وړاندې هم ويلي چې د سولې مرکچي پلاوی به يوازې د مصالحې شورا ته راپور ورکوي او بل هېچا ته مسوول نه دي.