د مصر اهرام انسانانو جوړ کړئ که پېریانو؟

د مصر اهرام انسانانو جوړ کړئ که پېریانو؟
تاریخ پوهانو د مصر د اهرام د جوړېدلو په هکله بېلابېل نظریات لري، ځېنې وخت ګومان کوي دا اهرامونه د انسانانو په لاسو نه بل د پېریانو په واسطه جوړ شوی وي. د پخوا راهېسې تر اوسه پورې ډېرې څېړنې د مصر د اهرام په هکله شوي دي او هره ورځ نوي رازونه او اسرار د مصر د اهرام په هکله لاس ته راځي، نو راځئ چې د مصر د رازونو په هکله پوه شو دا چې مصر څه رازونه لري؟

ـ د اهرام ننۍ ګډې وډې لارې، د مصر بېرونۍ منظره د ننۍ منظرې څخه ډېر متفاوته ده. د مصر داخلي برخه د تونل په څېر له آهک څخه جوړه شوي ده. ځېنې کارپوهان وایي، په دې ځایونو کې د هاوارا د ښار آثار پټ شوي دي. د مصر اهرام د ډېرو لویو ډبرو څخه جوړ شوئ  دئ، چې د بندیانو په مرسته جوړول.
 
ـ پټه خونه،  په دې وروستیو کې څېړنووکو د ایکس اشعې په مرسته د مصر به اهرام کې یوه پټه خونه هم کشف کړې ده. د دې پټې خونې په هکله ډېر تيوري ګاني شتون لري، ځېنې څېړونکي وایي، دا خونې خالي پاتې شوي ترڅو د وړو ډبرو د لوېدلو ځای وي او د اهرام د وېجاړېدو لامل ګرځي، خو آیا په رېښتیا سره دا خونې یوازې د اهرام د ساتلو له پاره وي؟ او که کوم بل راز او خبرې شتون لري؟
 
ـ  د ریاضي ثابت  اعداد، د پای طلایي عدد سره ټول اشنا یو چې نه ختمېدونکئ عدد دئ، جالبه خبر به عدد کې نه! بل د مصر د اهرام د تصویري اعدادو ده، که چېرې مونږ د  اهرام د اوږدوالي اعداد د هغه له ارتفاع څخه کم کړو، نو ۳۱۴،۱۶ عدد لاس ته راځي چې  سل برابره د پای له عدد څخه دئ او که چېرې په یاد عدد د اهرام د اعدادو دوه خواوي هم اضافه کړو، نو یاد  عدد چې د ۳،۱۴ عدد دئ رسېږو.
 
ـ د  څېړونکوو بې اعتقادي، څېړونکي د مصر به هکله بېلابېل نظریات لري او د مصر د اهرامونو په هکله کوم قطعي ځواب  ته نه دې رسېدلي، ځېنې وایي چې د مصر اهرامونه یوازې دوه عدده کشف شوي دي او بیا ځېنې نور په دې عقیده دي، چې ۱۷ نور اهرامونه هم په مصر کې شتون لري.