د سترګو تورې حلقې تل له پاره لېرې کړئ؟

د سترګو تورې حلقې تل له پاره لېرې کړئ؟

د سترګو تورې حلقې د استرس، بې خوبي، ستړتوب او یا هم کېدای شي بې دلېله ستاسو د سترګو شاوخوا کې پیدا شي. لږ او ډېر مونږ ټولو د سترګو تورې حلقې تجربه کړې دي او د دې له پاره چې د تل له پاره ترېنه خلاص شو د مختلفو موادو څخه مو ګټه اخېستې ده او هم مختلفو متخصصینو ته مو مراجعه کړې ده، خو ځېنې وخت دا هر څه مطلوبه نتیجه نه ورکوي. تاسو کولای شئ چې د ننې ورځ د مطلب په لوستلو او عملي کولو سره د تل له پاره د سترګو د تورو حلقو څخه خلاصون ومومئ.
 
ـ د سترګو د تورو حلقو نه خلاصون د بادام د غوړیو په مرسته، د شپې له خوا مخکې له خوبه تاسو کولای شئ چې د بادام غوړي د خپلو سترګو د نازک پوستکي په قسمت کې مساژ ورکړئ او د سهار له خوا یې په ګرمو اوبو پرېمنځئ، که چېرې تاسو دا کار د اوږده وخت له پاره اجرا کړئ، نو یقینا چې د تل له پاره به د سترګو له حلقو سره خدای پاماني وکړئ.

ـ بادرنګ هم کولای شي د سترګو حلقې له منځه یوسي، تاسو کولای شئ، چې بادرنګ حلقه، خلقه کړئ او وروسته یې په يخچال کې کېږدئ وروسته له دې چې یخ شي هغه په خپلو سترګو کېږدئ د ۱۵ دقو له پاره. د د دې پرروسې په ډېر تکرار سره د تل له پاره   د سترګو تورو حلقو څخه خلاص شئ.
 
ـ د بادنجان رومي اغېز د سترګو په تورو حلقو، د رومیانو او لیمو اوبه سره ګډې کړئ او د لسو دقو له پاره یې د سترګو په پوستکي باندې پرېږدئ بیا وروسته یې په یخو اوبو باندې پرېمنځئ.
 
ـ کچالو هم د سترګو په تورو حلقو مثبت اغېز لري، کچالو د انزایمونو، کلسیم او نشایستې درلودوونکي دي، چې د پوستکي د روښانتیا سر بېره د لکو منځه وړلو سبب هم ګرځۍ. د دې ټولو  ګټو په لرلو سره تاسو کولای شئ کچالو حلقه کړئ او لسو دقو له پاره یې د سترګو په پوستکي کېږدئ وروسته یې په یخو اوبو باندې پرېمنځئ.