مالیې وزارت: ۳۰ زره بې سنده وسایط ثبت شوی ولسمشر غني یې د فساد په اړه وایي

روهي ( نۍ / ۱۳ د مرغومي)، "ترانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي"

ولسمشر اشرف غني د ټرانسپورټ وزارت رهبري او مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي:" د دولت ټوله دستګاه ډیجیټلي کېږي او له دې وروسته باید د موټرونو، عوایدو، سرکونو او نورو په اړه معلومات الکترونیکي او په بشري سرچینو کې ژور اصلاحات راشي.
غني ویلي چې ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي. تعرفې بدلون ومومي، د نویو موټرونو تعرفه کمه او د زړو هغو څو برابره زیاته شي او پر موټر چلوونکو د کار قانون تطبیق سره به د افغانستان موټر په سیمه کې حرکت  وکولای شي."
 
د مالیې وزارت بیا ویلي په تیرو دوه میاشتو کې ، 30،000 زره بې سنده وسایط ثبت شوي دي.

د مالیې وزارت وايي چې په افغانستان کې د جواز نه لرونکو موټرو راجلبولو او تولید لپاره لومړۍ نیټه دغه اونۍ  کې پای ته ورسیده.