دولت ته د رسنیو غبرګون: درې ورځې یې خبرونه نه نشرو دولت ناخبره او که رسنۍ بې اتفاقه...

روهي ( نۍ / ۱۳ د مرغومي)،  خبريالان دې د احتجاج په توګه درې ورځې د حکومت خبرونه نه خپروي.
 
کابل پریس کلب  اود  افغان ژورنالېستانو دفاع کمېټې د خبريالانو هدفي وژنو په غبرګون کې په ټولو خبريالانو غږ کړی چې درې ورځې د احتجاج په توګه د حکومت خبرونه خپاره نه کړي.
 

د خبریالانو د خوندي کمېټې وايي، په تېرو څلوېښتو ورځو کې شپږ خبريالان د بیان ازادۍ قرباني شوي، چې حکومت یې د قاتلینو په نیولو او سزا ورکولو کې پاتې راغلی.
 
دوی دا پرېکون وروسته له هغې اعلان کړ، چې د جمعې په ورځ غور ولایت کې د غور غږ راډیو د مسوول مدیر بسم الله عادل ایماق د وژلو خبر خپور شو.

نوموړی په غور کې د نامعلومه وسله والو برید کې وژل شو.
 
د خبریالانو د دفاع د کمېټې مشر عبدالمُعید هاشمي په خبرو کې پر نړیواله ټولنه، ملګرو ملتونو او د بې پولې خبریالانو پر ټولنه غږ وکړ چې په افغانستان کې د خبریالانو د هدفي وژنو پر خلاف غږ اوچت کړي.
 
د خبریال اخسان فیصل په خبره خبریالان او د خبریالانو د فاع او ملاتړ کمیټې په یوه خوله نه دي چې له امله یې دولت هم د خبریالانو د ژوند خوندیتوب کیسه کې نه دی.

فیصل وایي" کمیټې پروژې اخلي،د خبریالانو ژوند ورته مهم نه دی، اوس یې پریکړه وکړه چې درې ورځې به خبرونه نه نشروړ خو سبا یې ګوره چې بیا هم خپله خبره ماته کړي د خپلو قراردادونو له مخې به خبریالان د دولت غونډو ته لیږي."