سپین غاښونه؛ ښایسته خندا غواړی؟

سپین غاښونه؛ ښایسته خندا غواړی؟
غاښونه د بدن د اړینو او ډېر کارېدوونکي غړي دي، خصوصا د هضمي سیستم په لومړیو مراحلو کې. ۱۸٪ کسان د عکس اخېستلو په وخت کې خپل غاښونه د زېړ رنګ له کبله پټوي. دا چې د غاښونو رنګ ولې بدلون مومي او زېړ یا تور رنګ ځان ته غوره کوي دا به په راتلوونکو لېکنو کې له تاسو سره شریک کړم، اوس دا چې څرنګه د زېړو غاښونو څخه ځان خلاص کړو دا لاندې کړنې عملي کړئ.
ـ د هر ځلې خوړلو او څښلو څخه خپل غاښونه پرېمنځئ، دا کار لږ ستونزمن دی، خو که غواړئ چې سپین او سالم غاښونه ولرئ نو د خوړو د خوړلو او څښلو څخه وروسته هرو مرو خپل غاښونه پرېمنځئ، خصوصا د قهوې، خوږو او رنګه څښاک څخه وروسته.

ـ د سوډا او هایدروجن پر اکساید څخه کار اخېستل، که چېرې تاسو د هایدروجن پر اکساید او د سوډا محلول جوړ کړئ او وروسته په غاښونو یې استعمال کړئ، نو ستاسو غاښونه به د څو ځلې استعمال څخه وروسته سپین او روښانه شي. تاسو کولای شئ چې هایدروجن پر اکساید د اوبو سره هم استعمال کړئ.

ـ د ناریال د غوړیو څخه کار اخېستل، تاسو کولای شی چې د ناریال غوړي وروسته د غاښونو د پرېمنځېلو څخه د ۵ یا ۲۰ دقو له پاره غرغره کړئ او یا هم کولای شی چې د غاښونو د کریم سره یې یو ځای وکاروئ. په دواړو صورتونو کې ستاسو غاښونه یو ډول سپین او پیاوړي کېږي.

ـ د مڼې له سرکې څخه ګټه اخېستل، د مڼې سرکه یو طبیعي انتي باکتریال مواد دي، چې هم د غاښونو د سپینولو او هم د غاښونو د پیاوړتیا لامل ګرځي. کومې لکې او داغونه چې په غاښونو کې د قهوي او یا هم د مخدره توکو له امله پیدا شوي دي، تاسو کولای شی د  مڼې د سرکې څخه په ګټه اخېستلو سره له منځه یوسئ.
 
ـ د لیمو د پوستکي څخه ګټه اخېستل،  د لیمو استعمال په غاښونو باندې ډېر ګټور دي او د اسیدي خاصیت په لرلو سره د غاښونو د سپین کولو له پاره ډېر موثر دي، خو که چېرې د لیمود پوستکي څخه ډېره  ګټه واخېستل شي د اسیدي خواصو به درلودلو سره د غاښونو د خرابېدو لامل ګرځی.