د زیتون خوړل حمل وخت کې ګټه لري که ضرر؟

د زیتون خوړل حمل وخت کې ګټه لري که ضرر؟
د حمل دوره او وخت یو اساس وخت د مور او جنین له پاره دی، چې دواړو ته باید په یوه کچه پاملرنه وشي. د مور او ماشوم د صحتمندي له پاره د هغوی خواړه، حرکات، نارمل خوب، نارمل غږونه، د شاوخوا د خواصو اصول، د مور ذهني حالت او د مور د فزیکي حرکاتو مستقیم ارتباط د ماشوم د روغتیا سره؛ دا ټول هر هغه څه دي چې د حمل په وخت کې باید جدي ونېول شی، خو د ټولو سربېره تغذیه او یا هم هغه خواړه چې مور د حمل په وخت اخلی هم د حمل په دوره کې او هم د زېږون په پروسو باندې مستقیم اغېز لري. دغه اړین ټکي ته په کتو په دې لېکنه کې مو د زیتون د اغېز په هکله چې مثبت اغېز لري که منفي؟ د مطلب په بهیر کې یې لولو.

ـ زیتون اغېزه د جنین په وده باندې، هغه مېندې چې د حمل په وخت کې د زیتون څخه ګټه اخلي د هغوی د جنین ونه، وزن او دهغوی په حرکاتو کې ډېر موثرلېدل کېږي نسبت هغو مېندو ته چې د حمل په دوران کې له زیتون څخه ګټه نه اخلي.

ـ  د بدن د ایمیني سیستم پیاوړتیا، د زیتون خوړل د حمل په دوران کې د انتي اکسېدانت او ویټامین په درلودلو سره د مور او ماشوم د ایميني سیستم د پیاوړتیا لامل ګرځي.

ـ د جنین په تکامل کې، زیتون د اسېدي غوړیو په لرلو سره د جنین د تکامل لامل ګرځي، نو د حمل او شېدو په دوران کې توصیه کېږي.

ـ د پوست د شفافیت او روښانه کېدو لامل ګرځي، د زیتون غوړیو ته د ښکلا غوړي هم ویل کېږي. د اسېدي غوړیو به لرلو سره د پوست ټول سلولونه یو مخ تنظیم کوي او د ډېرو خولو لامل ګرځي. د زیتون خوړل د حمل په دوران کې د جنین د يوست د روښانه کېدو لامل ګرځي.
 
ـ  د مور د اوسپنې اړتیا د حمل به دوران کې پوره کوي، مېندې د حمل به وخت د اوسپنې د کمښت یسره ډېر مخامخ کېږي، کله چې د حمل په وخت کې اوسپنه لږ شي نو جنین د اکسیجن د کمښت سره مخامخ کېږي او د اکسزجن کمښت د هغوی د ودې اختلال لامل ګرځي. زیتون د دې ستونزې د حل غوره انتخاب دی تر څو ستاسو ماشوم د ودې د اختلال سره مخامخ نه شي.