هغه کسان چې سر یې پک دی دا مطلب له لاسه مه ورکوئ
د وېښتانو تلل بېلابېل لامل لري او د وېښتانو تګ په ښځېنه او نارېنه وو کې فرق لري. ځېنې وخت د وېښتانو د تګ لامل جنتیکي وي، خو ډېری وخت د استرس او عمیق تشویش کولو له امله وېښتان ځي. د دې له پاره چې دغه ستونزه مو حل شي تاسو کولای شی د دواګانو څخه ګټه واخلئ، خو د طبیعي لارې نه د وېښتناو تګ کنټرول ډېر مفید دی او که چېرې تاسو مهم او اړین ويټامینونه د خوړو له طریقه واخلئ دا د ټولو نه غوره چار دی. د دې له پاره چې ستاسو د وېښتانو ستونزه حل شي تاسو کولای شی دا څلورو ګټورو لارو څخه کار واخلئ، البته دا لارې د څو میاشتو له پاره کار واخلئ او د ټولو نه یوازې له یوې طریقې څخه ګټه واخلئ.
ـ د وېښتانو مېنځل د پیازو د اوبو په واسطه، دو یا درې پیازه واخلئ او حلقه، حلقه یې کړئ بیا د ۱۵ دقو له پاره یې په اوبو کې جوش ورکړئ. وروسته پرېږدئ چې ساړه شي او صاف یې کړئ، د شامپو وهلو څخه وروسته وېښتان او یا هم د سر کوم ځای چې پک دی پرې ووهئ. دوه ورځې وروسته یې بیا پرېمنځئ.
ـ د پیاز او ګنې اوبه، د شې له خوا غوڅ شوي پیاز د ګني په اوبو کې کېږدئ وروسته له ۱۲ ساعتونو څخه دا مخلوط صاف کړئ او غوڅ شوي پیاز ترېنه لېرې کړئ. تاسو کولای شی خپل وېښتانو ته مساژ ورکړئ او یاهم د شامپو د کارولو څخه وروسته خپل وېښتان پرېمنځئ.
ـ د پیازو اوبه او شات، دغه ماسک په دوه طریقو عمل کوي، کولای شی د خوړو په ډول ترېنه ګټه واخلئ او هم کولای شی چې د ماسک په ډول مساژ ورکړئ؛ دواړه طريقې ډېرې موثرې او یو ډول اغېز لري. یوه کاچوغه شات او د یو ګېلاس څلورمه برخه سر ګډ کړئ. خپل وېښتانو ته د ۱۵ دقو له پاره مساژ ورکړئ. که غواړئ چې ډېر زر یې اثر وګورئ، نو هره ورځ یې وکاروئ.
ـ یوازې پیاز ډېر وخورئ، داسې ګومان کېږې چې پیاز د وېښتانو د روغتیا او ښه کېدلو له پاره الله خلق کړي وي. د خام پیاز خوراک ستاسو د وېښتانو له پاره زر نه خو هرو مرو مثبت اغېز لري، ورځني خوړو رژیم کې یې حتمن اضافه کړئ.
وروستي